د پوهنتون خبرونه

اعلانونه

د پوهنتون د رئيس محترم پېغام

د هېوادونو علمي وده او پرمختګ د ټولنیز انکشاف د بنسټ او د انساني ټولنې د ګډو ارزښتونو له جملې څخه ګڼل کېږي. د پرمختللو ټولنو له علمي موندنو او عملي تجربو څخه څرګندېږي چې انساني او مالي پانګه د ټولنیز پرمختګ او انکشاف دوه اساسي ستنې دي، خو په دې منځ کې د انساني پانګې او مسلکي او ژمنو کسانو رول لا زیات ارزښت او لوړ مقام لري. دغه اهمیت د علمي څېړنې د مهم او اساسي رول څرګندونه کوي چې په ټولنیز پرمختګ او انکشاف کې لري.
هغه انساني ځواک چې عصري پوهه او تخصص ولري، او هم مهاله د دیني او ملي ارزښتونو پابند وي، په دې اوږده او پېچلې لار کې مهم او اغېزناک رول لوبوي. د انساني پانګې تأمین او تضمین د نن ورځې علمي او اکادمیکو مرکزونو تر ټولو مهمه دنده ده.
پوهنتون خاتم‌النبیین (ص) د انساني پانګې مؤثر او سازنده رول په ژوره توګه درک کړی، او د ژمنو او مسلکي کارکوونکو روزنه د خپل دیني ماموریت او ملي مسؤلیت تر ټولو مهمه برخه ګڼي. له بنسټ ایښودلو راهیسې، پوهنتون په دې لړ کې اوږده او ارزښتمن ګامونه پورته کړي دي.

د پوهنتون علمي او څېړنیز لاسته راوړنې

د پوهنتون تعلیمي تقویم

د ۱۴۰۵ تحصیلي کال لومړی سمستر

د سمستر پای ازموینې

د شنبې ورځې د سرطان ۱۳مې نېټې څخه د پنجشنبې ورځې د اسد ۸مې نېټې پورې

د سمستر پای ازموینې

د سمستر پای نېټه

پنجشنبې، د ۱۴۰۵ کال د سرطان ۴مه نېټه

د سمستر پای نېټه

د مضمونونو د حذف او اضافه پروسه

د شنبې ورځې د ۱۴۰۴ کال د حوت ۱۶مې نېټې څخه د دوشنبې ورځې د حوت ۲۵مې نېټې پورې

د مضمونونو د حذف او اضافه پروسه

د مضمونونو پېل نېټه

شنبې، د ۱۴۰۴ کال د حوت ۱۶مه نېټه

د مضمونونو پېل نېټه

د کریډیټونو انتخاب پروسه

د یکشنبې ورځې د ۱۴۰۴ کال د حوت ۱۰مې نېټې څخه د پنجشنبې ورځې د حوت ۱۴مې نېټې پورې

د کریډیټونو انتخاب پروسه

د کمپیوټر ساینس څانګې پیژندنه

د کمپیوټرساینس پوهنځی د سافټویر انجنیري او معلوماتي ټکنالوژي ډیپارټمنټونو په درلودلو سره په ‍۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو. چې دا دواړه څانګې د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي. یاد پوهنځی د مجربو استادانو او مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره زده کړیالان د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نظري زده کړي او عملي مهارتونو ته چمتو کوي. په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې زده کړه په داسې ډول طراحي شوې ده، چې فارغان د کمپیوټري سیستمونو او سافټویرونو د تحلیل او پراختیا وړتیا ولري او وکولی شي په څیړنیزو او عملي پروژو کې کار وکړي. د دې څانګو فارغان کولی شي د کمپیوټري سیستمونو او سافټویرونو په طراحي، پراختیا او ساتنه او د آی ټي شبکو د مدیریت په برخه کې په سازمانونو او د معلوماتي ټکنالوژي په څیر شرکتونو کې کار وکړي، د سافټویرونو شخصي پروژې مخته بوځي او یا په په زده کړه ییزو مؤسسو او پوهنتونونو کې تدریس وکړي.

په یاد پوهنځي کې د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۵ تنه کادري او ۱۲ تنه قراردادي استادان په تدریس بوخت دي. له ۲۸۰څخه زیات برحال زده کړیالان لري او ۱۸۰ زده کړیالان له دې پوهنځي فارغ شوي دي.د دې پوهنځی استادان توانیدلي چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له ۳۰ زیاتې علمي مقالې ثبت کړي.

د معالجوي طب څانګې پیژندنه

د معالجوي طب پوهنځی په ۱۳۹۰ کال کې د داخله او عامې روغتیا دوه ډیپارټمنټونو په درلودلو سره د لوړو زده کړو وزارت په رسمي جواز سره رامنځته شو، چې دا دوه څانګې د یاد پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي او د ۱۳۹۰ کال په پسرلي کې یې د محصلانو د جذب لپاره ګام واخیست.
دا پوهنځی اته تخصصي کمېټې هم لري، چې د دې پوهنځي د هدفګذاري او پلانګذاري په برخه کې بنسټیز رول لري، ددې پوهنځي تأسیس ددې سبب شو، چې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو او حتی له ګاونډیو هیوادونو علاقه مندان د معالجوي طب په څانګه کې د تحصیل غوښتنه وکړي او تر اوسه یوولس دورې زده کړیالان ترې فارغ شوي دي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو او حتی له هیواده بهر د عامې روغتیا په مختلفو برخو کې په چوپړ بوخت دي.
د معالجوي طب برخه یوه غوره او ډېره کارول کېدونکې څانګه ده، چې فارغان یې کولی شي په روغتونونو، دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د معاینې، تشخیص او تداوي په برخه کې او همدا شان د وقایې او صحت د ارتقا برنامو د پلي کوونکي په توګه او یا هم له تخصص وروسته د متخصص په توګه فعالیت وکړي او یا هم په علمي او څيړنیزو مرکزونو کې د استاد او څیړونکي په توګه کار وکړي. په یاد پوهنځي کې د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۱۰ تنه کادري او ۳۵تنه قراردادي استادان په تدریس بوخت دي. نوموړی پوهنځی له ۱۰۰۰ زیات برحال زده کړیالان لري او له ۹۲۰ زیات زده کړیالان له دې پوهنځي فارغ شوي دي.د طب پوهنځي استادان توانیدلي چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له ۷۰ زیاتې علمي مقالې ثبت کړي. د لوړو زده کړو وزارت د رسمي جواز له مخې د طب يوهنځي ديپارټمنټونه کلینیک او پاراکلینیک نومونو ته تغییر شوي دي.

د ستوماتولوژي څانګې پیژندنه

ستوماتولوژي پوهنځی د پرستوډنټیک او د غاښونو داخلې دوه ډیپارټمنټنو په درلودلو سره په ۱۳۹۵ کې رامنځته شو. چې دا دواړه ډیپارټمنټونه د ستوماتولوژي پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي. د دې پوهنځي اصلي موخه د غاښ جوړونې په برخه کې د مسلکي او ژمنو ډاکټرانو روزنه ده ترڅو وکولی شي د افغانستان خلکو ته معیاري او با کیفیته روغتیایي خدمات وړاندې کړي. په یاد پوهنځي کې زده کړه د علمي او عملي معیارونو پر بنسټ ده او د مجربو استادانو لخوا پرمخ وړل کیږي د دکتورا او ماسټري سند لرونکي 3 تنه کادري او 11تنه قراردادي استادان پکې په تدریس بوخت دي.د دې پوهنځي استادان توانیدلي چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له 20 زیاتې علمي مقالې ثبت کړي. ستوماتولوژي پوهنځی له 500 څخه زیات برحال زده کړیالان لري او 403 زده کړیالان له دې پوهنځي فارغ شوي دي. ددې څانګې فارعان کولی شي په روغتونونو، دولتی او خصوصي کلینیکونو کې کار وکړي او یا هم په پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې تدریس وکړي. د لوړو زده کړو وزارت په رسمي مجوز سره د دې پوهنځي ډیپارټمنټونه په کلینیک او پاراکلینیک ديپارټمنټونو تبدیل شوي دي.

د اقتصاد پوهنځي پیژندنه

اقتصاد پوهنځی په 1388کال کې د اقتصاد او سوداگریز مدیریت دوه څانګو په درلودلو سره رامنځته شو او دغه دوه برنامې د اقتصاد پوهنځي تر چتر لاندې د متخصص، ژمن او د اقتصاد له علمي او عملي اصولو سره د بلد ځواک په موخه فعالیت کوي. دا پوهنځی د لوی اوکوچني اقتصاد، مالي مدیریت، اقتصادي پلانګذاري اوسوداګرۍ په برخه کې بیلابیلې زده کړه ییزې برنامې په لاره اچوي ترڅو زده کړیالان له اقتصادي تحلیلونو، مالي تصمیم نیونې او نویو مدیریتي مهارتونو سره بلدتیا پیداکړي.

پدې پوهنځي کې زد کړه د عمل او نظریې ترمنځ یو ترکیب دی، چې کارځایونه، موردي مطالعې، څیړنې او عملي پروژې پکې شاملې دي ترڅو زده کړیالان وکولی شي د ټولنې رښتیني اقتصادي مسائل تحلیل او حل کړي. د یاد پوهنځي فارغان کولی شي د مالي چارو اړوند وزارتونو، دولتي او خصوصي بنسټونو، مالي او د پانګې اچونې مؤسساتو، بانکونو، شرکتونو، صنعتي، تولیدي او سوداګریزو نهادونو او نړیوالو سازمانونو کې فعالیت وکړي. اقتصاد پوهنځی اوس مهال ۱۲۲برحال زده کړیالان لري او تر ۴۰۲ زده کړیالان له دې پوهنځي فارغ شوي دي.په یاد پوهنځي کې د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۶ تنه کادري او ۱۲ تنه قراردادي استادان په تدریس بوخت دي.د دې پوهنځی استادان توانیدلي چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له ۵۰ زیاتې علمي مقالې ثبت کړي.

د انجینري څانګې پیژندنه

انجینري څانګه په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شوه، چې د برق او سیول ډیپارټمنټونه پکې شامل دي.د دې څانګې اصلي موخه د انجینري په بیلابیلو برخو کې په عملي او څیړنیزې وړتیا سره د مسلکي او ژمنو متخصصانو روزنه ده.دا دوه څانګې د انجینري پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي. یاد پوهنځی د مجربو استادانو، مجهزو لابراتوارونو او نویو زده کړه ییزو برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره زده کړیالان د ټولنې په اړتیا وړعلمي او عملي مهارتونو سره چمتو کوي. زده کړیالان له نظري زده کړو علاوه په عملي او څیړنیزو پرژو کې هم ګډون کوي، ترڅو خپل حرفوي او عملي مهارتونه لاځواکمن کړي، د برق او سیول څانګې فارغان کولی شي په ساختماني، سرک جوړونې، د صنعتي څیړنیزو مرکزونو د برق سټیشنونو، تولیدي شرکتونو، د برق انتقال او توزیع او د الکترونیکي سیستم د طراحي په برخو کې د مشاور او متخصص په توکه کار وکړي، په علمي او څیړنیزو مرکزونو کې تدریس وکړي، کارځای جوړکړي او همدا شان کولی شي د انجنیري په شخصي شرکتونو کې فعالیت وکړي.په یاد پوهنځي کې د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۵ تنه کادري او ۱۰ تنه قراردادي استادان په تدریس بوخت دي.ددې پوهنځی استادان توانیدلی چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له ۳۰ زیاتې علمي مقالې ثبت کړي. انجینري پوهنځی ۱۳۹ برحال زده کړیالان لري او له ۳۹۸ زیات زده کړیالان له دې پوهنځي فارغ شوي دي.

د طبي ټکنالوژي څانګې پیژندنه

د طبي ټکنالوژي څانګه په ۱۳۹۱ کال کې د کیمیا او بیوشیمي او بیولوژي او میکروبیولوژي دوه ډیپارټمنټونو په لرلو سره ایجاد شوه، یاده طبي څانګه څلورکلنه ده، چې ددې څلورو کلونو په اوږدو کې زده کړیالان کولی شي نظري او عملي زده کړې ترلاسه او د معیاري او مجهزو لابراتوارونو پواسطه د ناروغیو د تشخیص وړتیا پیداکړي، له فراغت وروسته کولی شي د روغتونونو، صحي او څیړنیزو مرکزونو په لابراتوارونو کې کار وکړي، همداشان په پوهنتونونو، مؤسساتو او علمي مرکزونو کې تدریس وکړي. د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۵ تنه کادري او ۱۲ تنه قراردادي استادان په کې په تدریس بوخت دي. یاد پوهنځی له ۲۲۷ څخه زیات زده کړیالان لري او له ۳۵۰ تنو زده کړیالانو څخه ډیر یې فارغ کړي دي. د طبي ټکنالوژي پوهنځي استادان توانیدلي چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له ۴۰زیاتې علمي مقالې ثبت کړي.

د حقوق او سیاسي علومو د برنامو پیژندنه

په ۱۳۸۷ کال کې د پوهنتون له تأسیس سره هم مهاله د حقوقو او سیاسي علومو څانګې هم د لوړو زده کړو وزارت په رسمي جواز سره فعالیت پیل کړ او همدا شان نړیوالو اړیکو، نړیوالو حقوقو او د جزا او جرم پیژندنې حقوقو د ماسټري دریو برنامو هم په ۱۳۹۲ کې له لوړو زه کړو وزارت څخه جواز ترلاسه کړ. دا څانګې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې د حقوقو د لیسانس برخې څوارلس دورې، د سیاسي علومو د لیسانس برخې دیارلس دورې، د نړیوالو حقوقو او د جزا او جرم پیژندنې حقوقو د ماسټري برخې نهه دورې او د نړیوالو اړیکو د ماسټري برخې لس دورې محصلان فارغ کړي دي. د حقوقو او سیاسي علومو د لیسانس برخې فارغان کولی شي د دولتي ادارو د عدلي او قضایي ارګانونو د سیاست جوړونې، وکالت او یا په ملي اونړیوالو سازمانونو کې د سلاکار په توګه کار وکړي. له هماغه پیله تراوسه ترې ۱۲۰۰ تنه زده کړیالان د لیسانس او تر ۱۱۷۰ تنه زده کړیالان له ماسټري برخې فارغ شوي دي، چې په دولتي او خصوصي ادارو کې ټولنې ته په چوپړ بوخت دي. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د دکتورا او ماسټري سند لرونکي ۱۷ تنه کادري او له ۲۰ زیات قراردادي استادان لري. د دې پوهنځي د استادانو په ملي او نړیوالو باوري ژورنالونو کې له ۱۰۰زیاتې علمي مقالې نشر شوې دي او له ۳۰ زیات علمي باوري(درسي او ممد درسي) کتابونه یې چاپ او نشر کړي.

د ټولنیزو علومو څانګې پیژندنه

د ټولنیزو علومو څانګه د قرآني علومو او اسلامي پوهنې دوه ډیپارټمنټنو په درلودلو په ۱۳۸۸ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په رسمي جواز سره تأسیس شوه، دا دوه ډیپارټمنټونه د ټولنیزو علومو پوهنځي تر چتر لاندې فعالیت کوي او تر ۷۰ تنو زده کړیالان له دې څانګې فارغ شوي دي، د یادې څانګې فارغان کولی شي د ښوونیزو برنامو اړوند وزارتونو، ادارو ، نړیوالو سازمانونو او ملي او نړیوالو مؤسسو کې د ښوونې او روزنې او ټولنیزو څیړنو په برخه کې کاروکړي او یا په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې فعالیت وکړي. دا پوهنځی ۵ د علمي کادر او ۱۵ قراردادي استادان لري. د ټولنیزو علومو پوهنځي استادان توانېدلی چې په ملي او نړیوالو باوري سایټونو او ژورنالونو کې له 50 زیاتې علمي مقالې ثبت کړي. اوس مهال دا پوهنځی د اسلامي ثقافت عمومي درسونو د توزیع او تنظیم په برخه کې فعالیت کوي.

د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر د ممتازو محصلینو د ستاینې په مناسبت د پوهنتون د ریاست پیغام

په ډېرې خوښۍ سره د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر د ممتازو محصلینو د ځلاند بریالیتوب له امله تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. دا ارزښتمنه لاسته‌راوړنه ستاسو د نه ستړې کېدونکو هڅو، علمي ژمنتیا او فکري انضباط پایله ده او د پوهنتون د اکاډمیکې ټولنې لپاره د ویاړ ځای ګڼل کېږي.

د پوهنتون ریاست د استادانو د هڅو او د درنو کورنیو د ملاتړ د ستاینې ترڅنګ هیله څرګندوي چې د بریا دغه لاره په لا زیاتې انګېزې سره دوام ومومي، او تاسو قدرمن محصلین د علمي پرمختګ او ټولنې ته د خدمت په برخه کې اغېزناک رول ترسره کړئ.

د لا زیاتو بریاوو په هیله
د پوهنتون ریاست

نړیوال همکاران

د هېواد بهر پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره دوه‌ اړخیز تفاهم‌نامې

Scroll to Top