د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نړیوالو څېړنیزو پایلو د شریکولو علمي سیمینار – د خاتم‌النبیین(ص) پوهنتون

د علمي څېړنو د ترسره کولو له مهمو پړاوونو څخه یو د هغې خپرول او ذینفعو ته رسول دي. دا کار کېدای شي د علمي مجلو له لارې د مقالو د نشر، د ټولنیزو شبکو له لارې د پایلو شریکولو او یا هم د کانفرانسونو په بڼه د وړاندې کولو له لارې ترسره شي. د همدې موخې د تحقق لپاره، د خاتم‌النبیین(ص) پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي اقدام کړی چې خپل نړیوال څېړنیز لاسته راوړنې د کانفرانسونو په جوړولو سره شریکې کړي.
په دغه کانفرانس کې چې د پوهنتون د محصلانو، استادانو او کارکوونکو په حضور ترسره شو، په پیل کې استاد محمدعلي فهيمي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، د څېړنې او مقالې لیکنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې. وروسته هر یو استاد خپل علمي کانفرانس وړاندې کړ.
په لومړي قدم کې استاد سید محمدشریف شاکر د «د افغانستان د لوړو زده‌کړو په نظام کې د کیفیت د لوړولو ننګونو او فرصتونو تحلیل» تر عنوان لاندې د خپلې مقالې د لاسته راوړنو تشریح وکړه، چې دا مقاله په International Journal of Multicultural and Multireligious Understanding (IJMMU) ژورنال کې خپره شوې ده.
نوموړي د خپلې څېړنې پایلې داسې بیان کړې: په دې مقاله کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړولو ننګونې او فرصتونه څېړل شوي دي. د کمی (Quantitative) موندنو له مخې، د مدیریت او رهبري کمزوري تر ټولو جدي ننګونه بلل شوې ده. د مالي سرچینو او زیربناوو کمښت، د ستراتیژیکو پلانونو نشتوالی، د کیفیت د تضمین ناکارامه سیستم، او د علمي-څېړنیز ظرفیت ټیټوالی د استادانو په کچه نور مهم خنډونه دي. همدارنګه د درسي نصاب او د کار بازار د اړتیاوو ترمنځ محدود همغږي د تعلیمي اغېزمنتیا کچه راټیټه کړې ده.
په مقابل کې داسې فرصتونه لکه نړیوال ملاتړ، د ځوان او مسلکي بشري ځواک شتون، او د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټل زده‌کړو څخه ګټه اخیستنه پېژندل شوې ده. له کار بازار سره د اړیکو پیاوړتیا او د علمي فعالیتونو له لارې د عوایدو لاسته راوړل هم له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا فرصتونه کولای شي د هېواد د لوړو زده‌کړو په نظام کې د پایدارو اصلاحاتو لپاره بنسټ جوړ کړي.

مقاله د ترکیبي (کمي-کیفي) تګلارې له مخې د اصلاحاتو لپاره د علمي شواهدو پر اړتیا ټینګار کوي. عملي سپارښتنې د ستراتیژیک پلان جوړونه، د وړ او شایسته مدیرانو ټاکل، د اعتباربخښنې نظام بیاکتنه، له صنعت سره د همکارۍ رامنځته کول، او د مالیاتي معافیتونو په څېر د هڅوونکو امتیازاتو کارول شاملوي. دا اقدامات کولای شي د زده‌کړو کیفیت، څېړنیز فعالیت او د ټولنې د اړتیاوو پر وړاندې ځواب ویلو وړتیا ښه کړي.

وروسته استاد سید زکریا حبیب د خپلې مقالې د لاسته راوړنو په اړه وړاندېز وکړ، چې د «د معلوماتي سیستمونو ادغام او د افغانستان په اوسني بازار کې د امنیتي ننګونو څېړنه» تر عنوان لاندې ده، او په International Journal of Information Engineering and Science ژورنال کې خپره شوې ده. نوموړي د خپلې څېړنې او همکارانو لاسته راوړنې په لاندې ډول تشریح کړې:
دا څېړنه د معلوماتي سیستمونو د ادغام او په افغانستان کې د سایبري امنیت د ستونزو وضعیت څېړي. د ترسره شوې څېړنې له مخې، که څه هم د ټکنالوژۍ وده او د ډیجیټل کېدو هڅې روانې دي، افغانستان لا هم له جدي ستونزو لکه د زیربناوو کمزورتیا، د منسجمې پالیسۍ نشتوالی، د سایبري پوهاوي کمښت او پر بهرنیو پروژو تکیه سره مخ دی.
مقاله ټینګار کوي چې د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او د حکومتولۍ ضعف سبب شوی چې ډېری ډیجیټل سیستمونه په بېلابېلو او ناپایدار ډولونو فعالیت وکړي.
د څېړنې په میتودولوژي برخه کې، دا تحقیق د دلفي (Delphi) میتود په کارولو ترسره شوی دی؛ یعنې د ټکنالوژۍ، حکومت، پوهنتون او خصوصي سکتور د متخصصینو نظرونه په څو پړاوونو کې راټول او تحلیل شوي دي. د دې میتود موخه دا وه چې د افغانستان د معلوماتي سیستمونو د مهمو ننګونو او فرصتونو په اړه یوې ګډې او توافق شوې پایلې ته ورسېږي.
پایلې ښيي چې اصلي ستونزې د تخنیکي زیربناوو کمزورتیا، د قوي سایبري امنیتي قوانینو نشتوالی، د مسلکي کادر کمښت، اقتصادي بې‌ثباتي، او د ډیجیټل تحول پر وړاندې کلتوري مقاومت دي. متخصصینو همدارنګه اشاره کړې چې د معلوماتو د ساتنې لپاره د ملي معیارونو نشتوالی د سایبري بریدونو او د معلوماتو د ناوړه استفادې خطر زیات کړی دی.
په پای کې، مقاله دې نتیجې ته رسېږي چې په افغانستان کې د معلوماتي سیستمونو بریالی پرمختګ یوازې د ټکنالوژۍ په واردولو سره ممکن نه دی، بلکې د حکومتي اصلاحاتو، په ډیجیټل زده‌کړو کې د پانګونې، د سایبري امنیت د پیاوړتیا او د دولتي او خصوصي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو ته اړتیا لري.
لیکوالان وړاندیز کوي چې افغانستان باید یو ترکیبي ماډل تعقیب کړي، چې هم د هېواد له داخلي شرایطو سره برابر وي او هم د ټکنالوژۍ او امنیت نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي. د مقالې په باور، د افغانستان د ډیجیټل بدلون راتلونکی د یوې ګډې ملي لیدلوري په رامنځته کولو پورې تړلی دی، داسې لیدلوری چې ټکنالوژي، زده‌کړه او حکمراني په هم‌مهاله ډول پیاوړي کړي.
په پای کې مجلس په دعای خیر سره پای ته ورسېد.

دا خبر شریک کړئ:

اړوند خبرونه

Scroll to Top