د پوهنتون ستراتیژیکه برنامه
د افغانستان اسلامي امارت
د لوړو زدهکړو وزارت
د خاتمالنبیین(ص) پوهنتون
د پوهنتون د رئيس محترم پېغام
د هیوادونو علمي وده او غوړېدا د ټولنیز پرمختګ او پراختیا بنسټ او د انساني ټولنې له ګډو ارزښتونو څخه ده، د پرمختللو ټولنو د علمي موندنو او عملي تجربو پر بنسټ، انساني او مالي پانګه د ټولنیز پرمختګ او پراختیا دوه اساسي ستنې دي خو له دې ډلې انساني سرمایه او د ژمن او متخصص خواک ونډه ډېر ارزښت او لوړ ځای لري، دا اهمیت د ټولنیز پرمختګ او پراختیا په بهیر کې د علمي څېړنو مهم او اساسي رول څرګندوي، د تخصص او د عصري پوهې لرونکی انساني ځواک چې د دیني او ملي ارزښتونو پر وړاندې ژمن او پابند وي، په دې له ستونزو ډک او پېچلي مزل کې مهمه ونډه لري. د پرمختګ لپاره د انساني پانګې برابرول او تضمینول د نننۍ زمانې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو تر ټولو ستره دنده ده. د خاتمالنبیین (ص) پوهنتون د انساني پانګې د اغېزناک او رغوونکي رول په ژور درک سره، د ژمنو او متخصصو کارکوونکو روزنه خپل تر ټولو مهم دیني رسالت او ملي مسؤلیت ګڼي او د جوړېدو له پیله تر دې دمه یې په دې لاره کې لوی او ارزښتناک ګامونه اخیستي دي.
بې له شکه، د نړیوالتوب په عصر او د علم او معلوماتو په دې زمانه کې د انساني پانګې د برابرولو او د ملي پرمختګ او پراختیا د تضمین لپاره اغېزمن حرکت د اوږدمهاله پلان، د لرلید لرونکي لید او له ورځني فکر څخه د تېرېدو غوښتنه کوي. د پوهنتون اوسنی پنځه کلن ستراتېژيک پلان، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره ددې علمي مرکز لوړ مقام ترسیموي، د پروګرامونو د همغږۍ، د ظرفیتونو د یو ځای کولو او د اکاډمیکو چارو د اغېزمن او رغوونکي مدیریت لپاره یوه جدي اړتیا ده. دا پلان د پوهنتون د پرمختګ لپاره لار خلاصوي او د اوږدمهالو هدفونو د تعقیب او تأمین، د اساسي اصولو او ارزښتونو د ساتنې او په پای کې د اکاډمیک مأموریت د بریالي ترسراوي لپاره مرسته کوي. د پوهنتون ستراتېژيک پلان د دې علمي بنسټ د اغېزمنو فعالیتونو لار روښانه کوي تر څو د هېواد په نورو پوهنتونونو کې لوړ او ممتاز مقام خپل کړي. موږ باور لرو چې د خدای(ج) په توکل او د خپلو پوهو او هڅاندو همکارانو په هڅو به د دې ستر او درانه علمي مرکز د لا ډېرې ځلیدا او ودې شاهدان واوسو. له ټولو درنو ملګرو او همکارانو څخه چې د دې پلان په جوړولو کې یې برخه اخیستې، د زړه له کومې مننه کووم او ټولو ته له لوی او قادر خدای(ج) څخه د لا ډېرو بریاوو غوښتنه کووم.
و ما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب
دکتر سید عبدالقیوم سجادی
د پوهنتون رئیس
د ستراتیژیک پلان جوړښت
د پوهنتون د ستراتیژیک پلان جوړښت په لاندې ډول دی:
لومړۍ برخه: کلیات؛
دوهمه برخه: آرماني برخې؛
درېیمه برخه: د چاپیریال او ستراتیژیو تحلیل؛
څلورمه برخه: موخې، ستراتیژۍ، کلني اجرایي شاخصونه؛
پنځمه برخه: د څارنې او ارزونې ترسراوی؛
شپږمه برخه: ضمیمې(کلني عملیاتي پلانونه او د تدوین شواهد)
لومړۍ برخه: کلیات
سریزه
ستراتیژیک مدیریت هغه بهیر دی چې د راتلونکي لید څخه پیلیږي، د لومړیتوبونو له ټاکلو او هدفګذاري څخه مخکې برنامه ریزي کوي او د برنامو له پلي کولو وروسته ترلاسه کیدونکې پایلې ارزوي ، د فیډبک له لارې پایلې ترلاسه اود لاسته راغلو پایلو له مخې د لومړیتوبونو او موخو متناسب پرې بیا کتنه کوي، له دې امله ستراتیژیکه برنامه ریزي په سازمانونو او نننیو بنسټونو کې ډیر اهمیت لري، چون ستراتیژیکه پلانګذاري د سازمان موخې د هغه مأموریت ته په کتو ټاکې او د چاپیریالي مطالعاتو له لارې، فرصتونه، ننګونې ، د کمزورتیا او ځواکمنتیا ټکي پیژني ترڅو له دې لارې واقع بینانه موخې تعیین او ترسره کړي.
خاتم النبیین(ص) پوهنتون پورته اړتیا ته په کتو خپل دوهم ستراتیژیک پلان په ۱۴۰۵ کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو او لارښوونو سره سم تدوین کړی دی. دا پلان شپږ برخې لري؛ « کلیات»، « آرماني برخې»، « د چاپیریال او ستراتیژیو تحلیل»، « موخې، ستراتیژۍ، کلني اجرایي شاخصونه»، « د څارنې او ارزونې ترسراوی»، « ضمیمې(کلني عملیاتي پلانونه او د تدوین شواهد)».
د «کلیاتو» په برخه کې د تأسیس د مخینې، زده کړه ییزو او څیړنیزو خدماتو، ساختار او تشکیلاتو، تجهیزاتو او امکاناتو، بشري سرچینو او د پوهنتون د لاسته راوړنو له اړخه د پوهنتون پر پیژندنې سربیره د ستراتیژیک پلان پر اړتیا او د تدوین پر میتود بحث شوی، کوم چې پوهنتون د وړ استادانو او نظر خاوندانو په واسطه د بیاکتنې، زیان پیژندنې او اوسنۍ موقعیت یابي پر بنسټ حوړ شوی دی.
د پوهنتون پیژندنه
خاتم النبیین(ص) پوهنتون د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو په لړ کې یو باوري پوهنتون دی، چې په ۱۳۸۶لیږدیز لمریز کال کې د هیواد د نامتو عالم مرحوم حضرت آیتاللهالعظمی محمدآصف محسنی(ره) او یو شمیر د پوهې مینوالو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت څخه د رسمي جواز په ترلاسه کولو سره رامنځته شو او د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې يې د فقه او حقوقو پوهنځي لومړۍ دورې محصلینو په جذب سره خپل علمي او اکاډمیک فعالیت پیل کړ.خاتم النبیین(ص) پوهنتون په خپل څوارلس کلن علمي مزل کې وکولی شول چې په یوه معیاري علمي او ټولنیز اعتبار لرونکي مرکز بدل شي.
خاتم النبیین(ص) پوهنتون په دریو بیلابیلو څانګو ټولنیزو، فني او طبي علومو کې د متخصص او ژمن ځواک په روزنه کې خپل رول ادا کړی دی. له دې پوهنتون څخه له جوړیدو نه تراوسه پورې د4056 په شمیر محصلان د لیسانس او د 993 په شمیر محصلان د ماسټري په کچه فارغ شوي دي.اوس مهال د لیسانس او ماسټري په کچه تر دریو زرو محصلین د فقه او حقوقو، سیاسي علوم، قرآني علومو، سوداګریز اقتصاد، سوداګریز مدیریت، سیول انجنیري، برق انجنیري، سافټویر انجنیري، معلوماتي ټکنالوژي، معالجوي طب، غاښونو طب، طبي ټکنالوژي او قابلګي په څانګو کې په زده کړو بوخت دي.
خاتم النبیین (ص) پوهنتون د مناسب علمي او څیړنیز چاپیریال، امکاناتو او نویو تجهیزاتو په چمتو کولو سره د ترټولو ارزښتمنو غیردولتي مرکزونو څخه دی، چې د استادانو او وړ کسانو د همکارۍ، تدریس او څیړنې زمینه یې برابره کړې ده،اوس مهال په دې پوهنتون کې له ۶۰ څخه زیات استادان د دایمي علمي هیأت او ۱۵۰ تنه قراردادي استادان د تخصصي دکتورا او ماسټري زده کړو په لرلو سره په تدریس او څیړنه او له سلو زیات کسان په مختلفو اداري، خدماتي او محافظتي برخو کې په کار بوخت دي. ددې ترڅنګ پیاوړی بشري ځواک، اداري وړتیا، ډیجیټالي سیستم، معیاري زیربنا او مجهز لابراتوارونه ددې پوهنتون نور ظرفیتونه دي.
له علمي بنسټونو سره اړیکې
خاتم النببین(ص) پوهنتون د علمي تجربو د تبادلې، مطالعاتي فرصتونو د رامنځته کولو او زده کړه ییزو او څیړنیزو همکاریو د لا پراختیا په پار په هیواد کې د ننه او له هیواده بهر د لوړو زده کړو له نورو بنسټونو سره د اړیکو د ودې لپاره اقدام کړی، پدې موخه خاتم النبیین(ص) پوهنتون وکولی شول په هیواد کې د ننه او له هیواده بهر د اندونیزیا، چین، هند او ایران هیوادونو په ګډون له ۶۰ زیات هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او په ملي او نړیواله کچه یې د علمي همکاریو زمینه برابره کړې ده، د پوهنتون د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ګډو علمي سمینارونو پر لاره اچول او زده کړه ییزې او څیړنیزې همکارۍ ددې هوکړه لیکونو له لاسته راوړنو څخه دي.
د وزارت په ارزونو کې بریا
خاتم النبیین(ص) پوهنتون په بیلابیلو څانګو کې د زده کړیالانو د دری دورو له بریمن فراغت وروسته د ۱۳۹۱ کال په ژمي کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري له « لوړو زده کړو مؤسسې» څخه «پوهنتون» ته ارتقا وکړه او هم مهاله د ماسټري د دریو څانګو(د جزا اوجرم پیژندنې حقوقو، نړیوالو حقوقو اونړیوالو اړبکو) په رامنځته کولو بریالی شو. او همدا شان په غرني ولایت کې یې د څانګې مجوز ترلاسه کړ. دا ټول موارد د یاد ولایت د مورد نظر علمي او اداري معیارونو او شرایطو او د لوړو زده کړو وزارت له علمي ارزونې وروسته ترسره شول.
دې پوهنتون په ۱۳۸۶ کې له هماغه پیله د ژمنتیا او تخصص په شعار سره د خپلو اکاډمیکو فعالیتونو په برخه کې د ژمن او متخصص ځواک د روزنې لپاره زیاتې هڅې کړې دي. خاتم النبیین(ص) پوهنتون په ۱۳۹۱ هـ.ش. کال کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې لپاره نوماند شو او د معیاري زده کړه ییزو او څیړنیزو چوپړونو د وړاندې کولو لپاره یې مسؤلانه اوجدي ګام واخیست. دې علمي مرکز وکولی شول په ۱۳۹۵هـش. کال کې د ارزونې په دوهم پړاو کې د زیاتو پوهنتونونو په ډله کې له لوړو زده کړو وزارت څخه د هیواد په کچه دوهم مقام ترلاسه کړي او د تضمین کیفیت د بریالیو شکلي اومحتوایي شرایطو په پوره کولو سره یې په ۱۳۹۹ کې د علمي ارزونې دریم پړاو په بریا سره ترسره او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې علمي اعتبار ترلاسه کړ.
زده کړه ییز-څیړنیز او اداري امکانات
خاتم النبیین(ص) پوهنتون سره له دې چې با کیفیته او معیاري زده کړې وړاندې کوي د ټولنې په پرمختګ کې ونډه خپل رسالت او دنده بولي او د علمي څیړنو په برخه کې خپلو علمي او خدماتي فعالیتونو، صحي خدماتو او د ټولنې د علمي اړتیاوو لرې کولو ته له ملي پراختیا سره د مرستې په موخه پاملرنه کوي. د علمي څیړنیزو مقالو او درسي کتابونو چاپ او خپرول، د علمي کنفرانسونو او کنګرو پر لاره اچول د خاتم النبیین(ص) پوهنتون څیړنیز فعالیتونه دي.
مناسبه او معیاري زده کړه ییره فضا، معیاري او په زده کړه ییزو تجهیزاتو مجهز درسي ټولګي، منظم اداري دفترونه، معیاري صالون لرونکې او ډیجیټلي کتابتونونه، څیړنیز لابراتوارونه او د کنفرانسونو او غونډو صالون ددې علمي مرکز زده کړه ییز او څیړنیز امکانات دي. دغه ښونیزه، اداري او څیړنیزه فضا په ټوله کې څلور پوړیزه تدریسي ودانۍ د ۴۹ ټولګیو په لرلو سره او د ۳۰ دفترونو لرونکې جدا اداري ودانۍ لري. د فزیکي کتابونو مخزن، د ډیجیټلي کتابتون څانګړی بخش، د مطالعې صالون او د خپرونو، فصلنامو او ورځپاڼو ځانګړی میز ددې پوهنتون د کتابتون برخې دي چې ۲۵۰ متره مربع مساحت لري. یونیم جریب اختصاصي پارکینګ ددې علمي مرکز نور امکانات دي.
خاتم النبیین(ص) پوهنتون د عملي څیړنیزو او زده کړه ییزو فعالیتونو بنسټیز اهمیت ته په کتو، استادانو او زده کړیالانو ته د اړتیا وړ لابراتوارونه په پام کې نیولي دي او پدې موخه یې د طبي او فني علومو د ضرورت وړ لابراتوارونو یوه ټولګه یې په لاندې ډول چمتو او تجهیز کړې ده:
الف) طبي علوم په بیلابیلو طبي برخو کې ۱۴ بیلابیل لابراتوارونه لري چې پدې ډول دي: د الکتروفیزیولوژي لابراتوار، مالیکولی لابراتوار، د بیوشیمي لابراتوار، د رفتاري مطالعاتو لابراتوار او حیواني لابراتوار.
ب) د فني علومو برخه د سیسکو، سافټویر انجنیري، خاورې میخانیک او کانکریت، برق او فزیک لابراتوارونه لري چې د سیول انجینري، برق انجینري او د کمپيوټر ساینس زده کړیالان ترې ګټه اخلي.
ج) د خاتم النبیین(ص) تدریسي روغتون د عصري تجهیزاتو په لرلو سره د طبي علومو زده کړیالانو د علمي ستاژ ترسره کولو په موخه په ۱۳۹۲ کال کې جوړ شو. د خاتم النبیین(ص) تدریسي روغتون د خصوصي پوهنتونونو په برخه کې لومړی کادري روغتون دی چې د طبي علومو د زده کړیالانو د زده کړې ترڅنګ د ماشومانو داخله او جراحي برخه کې د ټولنې وګړو ته معالجوي خدمات وړاندې کوي. د لومړي ځل لپاره یاد روغتون د ګردې پیوند برخه رامنځته کړه او تر اوسه پکې د ګردې پیوند لسګونه بریالي عملیات ترسره شوي دي.
دوهمه برخه: آرماني برخې
لرلید
«خاتم النبیین(ص) پوهنتون هڅه کوي، چې په ۱۴۰۵ کال کې د وړ ځواک، پرمختللي تحصیلي سیستم، څیړنو او رڼو معیاري خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د ژمن، متخصص او پرمختللي بشري ځواک د روزنې په برخه کې د علم د تولید او زده کړې له لارې په هیواد کې په ملي او نړیواله کچه د معتبرو پوهنتونونو له ډلې و اوسي».
Vision
Khatam Al-Nabieen University by utilizing efficient sources, advanced educational system, research and providing transparent and standard administrative services, aims to have prestigious position in educating committed, expert and pioneer human resources produce science and education, and be among nationally and internationally accredited university by ۲۰۲۷.
مأموریت
خاتم النبیین(ص) پوهنتون د متخصصو، تجربه لرونکو استادانو او معیاري تجهیزاتو په لرلو سره د زده کړې، څیړنې او علمي فعالیتونو له لارې د هیواد د ژمنو او مسلکي ځوانانو د روزنې او ملي پراختیا لپاره هڅه کوي.
Mission
Khatam-Al-Nabieen University with having experienced professors and standard equipment, strives to educate professional and committed youths, and have effective part in national development through education, research and scientific activities.
د خاتم النبیین(ص) پوهنتون ارزښتونه
د پوهنتون ارزښتونه «د اندونو، پریکړو او رفتارونود لارښود اصولو» په توګه د اکتشافي مطالعاتو، ډله ییز بحث او د [پلان د تدوین کمېټې] د غړو د نظریاتو له ترلاسه کولو وروسته پدې برخه کې بیانیږي: «له دیني ښوونو پیروي، د انساني کرامت ساتنه، محوري زده کړه، د ملي هویت وده، د عادلانه موازینو رعایت، پراکاډمیکو آزادیو ټینکار او ټولنیز مسؤلیت».
د ارزښتونو د بیانیې مفاهیم
- د دیني ښوونو پیروي: د توحیدي اصولو پر بنسټ عمل کول او دیني علماوو د سیرت پر تعقیب؛
- د انساني کرامت ساتنه: د الله (ج) د خلیفه په توګه د انسان د ذاتي حرمت او اکتسابي شرافت په برخه کې د ښوونیزو خدماتو رهنمایی؛
- محوري زده کړه: د علم د تولید ارزښتمنتیا(د نویو نظریو او مهارتونو پنځونه)، د علم پراختیا(د علم او شته مهارت زیاتوالی)، د عالم او د علم ترلاسه کوونکو احترام؛
- ملي هویت: د ملي شخصیت وده، د ملي یووالي پیاوړتیا او د افغاني فرهنګ د اصیلو ارزښتونو پراختیا؛
- د عادلانه موازینو رعایت: د مرستې او عدالت د معیار لپاره هڅه، په خپلو حقوقو قناعت او د نورو د حقوقو رعایت؛
- اکاډمیکه خپلواکي: د نویو حل لارو او آثارو وړاندې کولو او له ډار پرته رښتیاغوښتونکو نظریه پنځوونو ته هرکلی؛
- ټولنیز مسوولیت: د سالمو انسانانو په روزنه کې پوره هڅه او د ټولنې په تقوا او پرمختګ کې پوره ونډه.
د خاتم النبیین (ص) پوهنتون لویې(ستراتیژیکې) موخې
د خاتم النبیین(ص) پوهنتون مأموریت، لرلید او ارزښتونو او د لوړو زده کړو وزارت د ملي ستراتیژیک پلان ته په کتو، چې د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو پر بنسټ ټاکل شوي دي د پوهنتون لویې موخې په لاندې محورونو کې مطرح کولی شو:
- د څېړنو، علم د تولید او نوښتونو پراختیا؛
- د بنسټ په کچه اداري اصلاحات، د سیستم رامنځته کول او له اداري فساد سره مبارزه؛
- د نویو څانګو لپاره د تحصیلي نصاب تدوین او بیا کتنه؛
- د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو معیارونو پر بنسټ د پوهنتون کیفي وده او ارتقا؛
- د برښنایي زده کړو وده او پراختیا؛
- د بنسټیزو جوړښتونو وده او پراختیا؛
- ظرفیت لوړونه؛
- د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو په چوکاټ کې د پوهنتون د تخنیکي اسنادو تدوین، تعدیل او بیاکتنه؛
- له اکاډمیکو او غیراکاډمیکو بنسټونو سره د اړیکو وده او پراختیا؛
- لوړو زده کړو ته د عادلانه لاسرسي پراختیا؛
- د ټولنې په وده او پراختیا کې ونډه.
درېیمه برخه: د چاپیریال او ستراتیژیو تحلیل
د موجود وضعیت واقع بینانه پیژندنه او د مطلوب وضعیت ترسیم د ستراتیژیک پلان دوه بنسټیزې ستنې دي. دغه دوه مهم څیزونه د داخلي او بهرني چاپیریال، چاپیریالي عواملو د تحلیل له لارې ترلاسه کیږي، چې د ستراتیژي د استخراج لپاره د اهمیت وړ دي. د چاپیریالي عواملو پیژندنه او استخراج په داخلي او بهرني چاپیریال کې د سازمان پر قوت، کمزوریو، فرصتونو او ننګونو باندې ناظر دي. د عملیاتي چاپیریال د تجزیې او تحلیل او د قوت، کمزوریو، فرصتونو او ننګونو د استخراج لپاره له ګډ میتود څخه، چې د کمي او کیفي روش څخه ترکیب شوی دی ګټه اخیستل کیږي.
د پوهنتون د ستراتیژیو پیژندنه او انتخاب
د پوهنتون د داخلي او بهرینو عواملو له تجزیې او تحلیل وروسته د ممکنه ستراتیژیو د استخراج لپاره (SWOT)ماټریکس او د مطلوبو ستراتیژیو د ارزوني او انتخاب او د پوهنتون د ستراتیژیو د اولویت بندي لپاره د کمي ستراتیژیکې پلانګذاري ماټریکس(QSPM) ته پاملرنه کیږي. د قوت، کمزوریو، فرصت او ننګونو د بیلابیلو ستونو له ترکیب څخه موجود او ممکنه ستراتیژۍ ترلاسه شوې دي. ددې ستراتیژیو د استخراج لپاره له تعاملي او د رایو د تضارب له میتود څخه په څو ډله ییرو ناستو کې ګټه اخیستل شوې ده، چې په پای کې د پوهنتون موخو ته په پام لاندې ستراتیژیانې اتنخاب او پيژندل شوې دي.
لومړۍ موخه: د څپړنو پراختیا، د علم تولید او نوښتونه
- د څیړنیزو فعالیتونو کمي او کیفي پراختیا؛
دوهمه موخه: د بنسټ په کچه اداري اصلاحات، د سیستم رامنځته کول او له اداري فساد سره مبارزه؛
- د مالي او اداري پړاوونو روڼتیا، ساده سازي و اغیزمنتوب؛
- د انساني سرچینو دوامداره وده؛
- د زده کړه ییزو خدمتونو وده او پراختیا؛
درېیمه موخه: د نویو څانګو لپاره د تحصیلي نصاب تدوین او بیا کتنه
- د زده کړې او مهارت ترمنځ د همغږي ایجاد
څلورمه موخه: د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو په چوکاټ کې د پوهنتون د تخنیکي اسنادو تدوین، تعدیل او بیاکتنه؛
- د زده کړه ییزو، څیړنیزو او اداري چارو د پړاوونو څارنې او ارزونې بنسټیزه کول
- د پوهنتون په پلانونو او پریکړو کې د غړو د ګډون پراختیا
- د پوهنتون د فرهنګي چارو وده
پنځمه موخه: د برښنایي زده کړو وده او پراختیا؛
- د مجازي(آنلاین) زده کړو د دورو لپاره لاره هوارول
- د عملي زده کړو د امکاناتو اغیزمن مدیریت
شپږمه موخه: د بنسټیزو جوړښتونو وده او پراختیا؛
- د دایمي تعمیر لپاره لاره هوارول
- د پوهنتون د عایداتي سرچینو وده
- د کادري روغتون مدیریت
- د ودې او کارموندنې د مرکز رامنځته کول(له کارموندونکو سره د اړیکو وده او د هیواد په پرمختیا کې همکاري)
اوومه موخه: ظرفیت لوړونه
- د زړه کړه ییزو برنامو معیاري کول
اتمه موخه: د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو په چوکاټ کې د پوهنتون د تخنیکي اسنادو تدوین، تعدیل او بیاکتنه؛
- د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سم د لایحو او مقرراتو همغږي کول
نهمه موخه: له اکاډمیکو او غیراکاډمیکو بنسټونو سره د اړیکو وده او پراختیا؛
- د اطلاع رسونې او تبلیغاتي چارو د کچې لوړول
- په عامه اذهانو کې د پوهنتون د مثبت انځور پیاوړتیا( له ځانګړي هیواد سره د ذهني تړاو راکمول)
لسمه موخه: لوړو زده کړو ته د عادلانه لاسرسي پراختیا؛
- ښخینه قشر ته د آسانتیاوو او خدماتو وړاندې کول
- د زده کړیالانو کمي او کیفي وده
- د ماسټري او دکتورا تحصیلي څانګو وده
- د شته څانګو ساتنه او پیاوړتیا
یوولسمه موخه: د ټولنې په ودوه او پراختیا کې ونډه.
- د ټولنې په پرمختګ کې د ونډې اخیستلو پیاوړتیا
- د غریبو او مستحق زده کړیالانو لپاره د مالي ملاتړ تنظیمول
څلورمه برخه: موخې، ستراتیژۍ او کلني اجرايي شاخصونه
په ستراتیژیک پلان کې اړینه ده چې د پوهنتون د لویو او اوږدمهاله موخو سره سم د ټاکل شویو او لومړیتوب لرونکو ستراتیژیو مجموعه له زمانبندي شویو عملیاتي شاخصونو او د اړتیا وړ بودجې سره یو ځای په منطقي او مناسب ډول مشخص شي. په لاندې جدول کې د پوهنتون لوی اهداف، مناسبې او لومړیتوب لرونکې ستراتیژیانې، فعالیتونه او عملیاتي شاخصونه له زمانبندي او اړینې بودجې سره یوځای ترتیب شوي دي. د پوهنتون یوولس ګونو موخو، شاخصونو او اړوند فعالیتونو ته په کتو، چې په پنځو کلونو کې به پلي شي د کلي عملیاتي پلان په چوکاټ کې ترتیب او تنظیم شوي دي.
مالي پلان
څرنګه چې د ستراتیژیک پلان تدوین د سازمان د موجود وضعیت تجزیې او تحلیل او د مطلوب وضعیت ترسیم ته په کتو ترسره کیږي نو د مشخصو او ممکنه ستراتیژیو پر بنسټ د عملیاتي برنامو وړاندیز هم باید د سازمان مالي شرایطو او امکاناتو ته په پاملرنې سره وړاندې شي. په لاندې جدول کې د ټولو ستراتیژیکو موخو لپاره مالي سرچینې او بودجه وړاندیز شوې ده.
پنځمه برخه: د ستراتیژیو اجرا او ارزونه
د منسجم، واضح او اغیزمن پلان لرل د سازمان په پرمختګ کې مهمه ونډه لري، د پلان اغیزمنتوب د هغه په هراړخیزوالي، باور او ګټورتیا پورې اړه لري. له هراړخیزوالي څخه موخه داده، چې ستراتیژیک پلان د عملیاتي ستراتیژیو او شاخصونو له وړاندیز علاوه د برنامو د پلي کولو د اجرا، څارنې او ارزونې د اندازې لپاره مشخص میکانیزمونه هم تعریف او وړاندوینه یې وشي. دا برخه د «اجر» او «ارزونې» د بنسټیز محور شامله ده.
د اجرا اصول
د ستراتیژیک پلان پلي کول یوازې یوه عادي کړنه نده، بلکې دا د نبسټیزو اصولو لکه د اوږدمهاله موخو ګډ درک، همغږې شوې پلانګذاري، مرستې او نوښت څخه جوړ یو بهیر دی.
د څارنې او ارزونې وخت او اجرا کوونکي
ددې پلان د څارنې او ارزونې اصلي اجرا کوونکي، د پوهنتون په کچه د پلان د ارزونې کمیټه ده، چې د یادې کميټې پواسطه د ستراتیژیک پلان او ستراتیژیو ارزونه ترسره کیږي او د ذکر شویو اصولو او معیارونو پراساس، پدې برخه کې د څارنې او ارزونې میکانیزم چمتو، تصویب او اجرا کوي. د پلان له پلې کولو څخه د کميټې څارنه دوامداره او په ربعوار بڼه ده خو د پلان له پلي کولو څخه د تحلیلي ارزونې راپور د کال په پای کې وړاندې کیږي. او په هر پړاو کې د ستراتیژیو د پرمختګ، د نه اجرا کیدو له دلایلو یا په ښه ډول د نه اجرا کیدو له کچې راپور چمتو کیږي.
د پوهنتون څانګې او د پلان او پالیسي اصلي کميټه له نورو برخو سره په همکارۍ دپلان د څارنې، کنټرول او ارزونې چاره په غاړه لري.