په درناوي سره ټولو ګرانو محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې د پوهنتون درسي بهیر د ۱۴۰۵ کال د جوزا له ۱۰مې نېټې څخه، د ټاکلي تقسیم اوقات مطابق، په رسمي ډول پیل شوی دی.
له ټولو ګرانو محصلانو څخه په درناوي غوښتنه کېږي چې په ټاکلي وخت کې په درسي صنفونو کې منظم حضور ولري؛ ځکه چې غیرحضور به غیابت ګڼل کېږي او د پوهنتون د لوایحو او مقرراتو مطابق به لازم اجراآت ترسره شي.
په درنښت
د محصلانو چارو معاونیت