د خاتمالنبیین(ص) پوهنتون د فرهنګي چارو آمریت د مطالعې د فرهنګ د ترویج، د علمي اخلاقو د لوړولو او د محصلانو ترمنځ د مسؤلیتپذیرۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه، د «آداب دانشجویی» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې لویه سیالۍ ترسره کړه.
د دې مسابقې ثبتنام د ۱۴۰۴ کال د عقرب له ۲۷مې نېټې څخه د قوس تر ۲مې نېټې پورې دوام درلود، چې په مجموع کې ۱۴۸ کسانو نوملیکنه کړې وه، او له هغوی څخه ۹۱ کسانو په ازموینه کې ګډون وکړ. دغه مسابقه د ۱۴۰۴ کال د قوس په ۳مه، د دوشنبې په ورځ، د سهار په ۹:۳۰ بجو د پوهنتون په صحن کې ترسره شوه.
د دې مسابقې د اختتامیه او د جایزو د ویش مراسم د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۲۹مه، د سهشنبې په ورځ، د سهار په ۹:۰۰ بجو د آیتالله محسني د غونډو په تالار کې، د محصلانو، د پوهنتون د یو شمېر مسؤلینو او استادانو په پراخ حضور سره ترسره شول.
د پروګرام په پیل کې، د محفل تکړه مجري ښاغلي محمدرضا حیدري د مېلمنو او ګډونوالو هرکلی وکړ او د پروګرام اجنډا یې اعلان کړه.
وروسته، نامتو قاري ښاغلي ډاکټر موسی بشیر د کلامالله مجید څو آیتونه تلاوت کړل او د محفل فضا یې له روحانیت او معنویت څخه ډکه کړه.
وروسته، د پوهنتون د فرهنګي چارو آمر ډاکټر عليرضا ناصري د کتاب سره د انسیت اهمیت او د مطالعې رول د محصلانو د فکري او اخلاقي ودې په برخه کې بیان کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د کتاب لوستلو پایله باید د انسان په شخصیت او فکر کې بدلون رامنځته کول وي، څو فرد وکولای شي له خپل اصلاح وروسته په ټولنه او خپل چاپېریال کې هم د مثبتو بدلونونو لامل شي.
د مراسمو په پای کې، د دې مسابقې د تقدیرلیکونو او قیمتي جایزو ویش د محصلانو چارو مرستیال استاد روحالله صادقي، ډاکټر عليرضا ناصري، ډاکټر محمدعالم احمدزاده (د مشورتي مرکز مسؤل)، انجنیر سید انورشاه موسوي (د تحقیقاتو آمر)، او ډاکټر سید نجیبالله سلیمي (د ستوماتولوژي کلینیک د ډیپارټمنټ آمر) له لوري ترسره شو او بریاليو ګډونوالو ته وسپارل شول.



