د خاتمالنبیین(ص) پوهنتون او د گوهرشاد پوهنتون ترمنځ د علمي، تعلیمي او څېړنیزو همکاریو د تفاهملیک د روابطو د عامه اړیکو او نړیوالو چارو د آمریت په همغږۍ، د ۱۴۰۵ کال د ثور په ۲۹مه، د سهشنبې په ورځ، په یوه رسمي ناسته کې تمدید شو.
دغه ناسته د دواړو پوهنتونونو د رئیسانو، مرستیالانو او د رهبرۍ د هیأت د غړو په حضور کې ترسره شوه، او دواړو لورو د علمي، تعلیمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د پروګرام په جریان کې، د دواړو علمي بنسټونو مسؤلینو د پخوانیو همکاریو له پایلو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د تفاهملیک تمدید د علمي تعاملاتو د پیاوړتیا او د ګډو ظرفیتونو د لا غوره استفاده لپاره مهم ګام وباله.
د دې تفاهملیک له مخې، دواړه لوري د علمي سیمینارونو او ورکشاپونو د ترسره کولو، ګډو څېړنو د ترسره کولو، د استادانو او محصلانو د تبادلې، فرهنګي همکاریو، او د یو بل له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې همکاري ترسره کوي.
د دواړو پوهنتونونو مسؤلینو همدارنګه د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دې همکاریو دوام به د تحصیلي کیفیت د لوړولو او د هېواد د علمي ودې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.




