په کمال افتخار د قدرمنو استادانو، درنو محصلانو او اکادمیکې ټولنې ته خبر ورکول کېږي چې محترم استاد ښاغلی حسین رضایي، د معالجوي طب پوهنځي د پاراکلینیک ډیپارټمنټ آمر، د نړۍ د یوې معتبرې علمي خپرندویې ادارې Springer Nature اړوند په نړیوال ژورنال BMC Cancer کې د مرورګر (Reviewer) په توګه ټاکل شوی دی.
دا مهم علمي لاستهراوړنه د نوموړي د لوړو اکادمیکو وړتیاوو، د څېړنې له ژمنتیا او په نړیواله کچه د هغه له لوړ علمي مقام څخه څرګندونه کوي، او همدارنګه د معالجوي طب پوهنځي د طبي څېړنو په برخه کې د علمي ظرفیتونو ښکارندویي کوي.
په داسې معتبر علمي محافلو کې د استادانو فعال ګډون، د هېواد د علمي ظرفیت د معرفي کولو او د څېړنو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
له دې لارې، دغه ستره لاستهراوړنه محترم استاد ته مبارکي وایو او له ټولو درنو استادانو او محصلانو څخه غوښتنه کوو چې د دې لاستهراوړنې څخه په الهام اخیستلو سره د علم، څېړنې او نوښت په برخه کې لا اغېزمن او پیاوړي ګامونه پورته کړي.
په درناوي
د معالجوي طب پوهنځي ریاست