دعوت او ارشاد آمریت
مولوي فضل الرحمن فیضاني
زده کړې:
دیني علوم، تخصص فی الفقه الاسلامي
اختصاصي دندې
- د پوهنتون ټول پرسونل ته د نصاب درسونو او اصلاحي ناستو وړاندې کول؛
- د جمعې لمانځه لپاره د مهالویش جوړول او له لمانځه مخکې آذان کول؛
- د جَمعې د لمانځه امامت پرمخ وړل، د لمانځه د اړینو مسائلو وړاندې کول او د مسجد د اړتیاوو چمتو کول؛
- د پوهنتون ټول پرسونل ته ترجمه او تفسیر کول؛
- د دعوت و ارشاد آمریت د ورځنیو چارو د ښې اجرا لپاره د پوهنتون له کارفرمایانو سره مشوره کول؛
- د پوهنتون په داخل کې د شکایاتو اوریدل او له اړوند پوهنتون سره د حل په موخه شریکول؛
- د امیرالمؤمنین د فرامینو پلي کول او له هغوی څخه څارنه؛
- د معروفاتو اقامه او د منکراتو اذاله.
مدیریتي دندې
- د دندو له لایحې سره سم د ربعوار او کلني پلان چمتو کول؛
- د دعوت او ارشاد ریاست سره په ربعوار ډول د فعالیتونو شریکول؛
- د عوت او ارشاد کمېټې د ناستو دایرول؛
- د مهالویش جوړول او د وزارت له افتخاري شیوخو سره همغږي کول؛
- د جلساتو د ثبت او صادرې او واردې کتاب چمتو کول.
همغږي کوونکې دندې
- د فعالیتونو د ترسره کولو پر مهال د دعوت او ارشاد ریاست سره همغږي؛
- د فعالیتونو د ترسره کولو پر مهال د پوهنتون له ریاست سره همغږي؛