د نړیوالو چارو مدیریت

ښاغلی سید محمد سجادي

زده کړي

  1. د ایران په تهران پوهنتون کې د نوي کیدو وړ انرژي انجنیري ماسټري؛
  2. د ایران له کاشان پوهنتون څخه د برق انجنیري لیسانس.

کاري سوابق

  • د ۱۴۰۲ کال په لومړۍ نیمایي کې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د انجنیري او فني علومو د علمي-څیړنیزې فصلنامې اجرائیه مدیر؛
  • د ۱۴۰۲ کال په دویمه نیمایي کې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د انجنیري او فني علومو د علمي-څیړنیزې فصلنامې مسوول مدیر؛
  • له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۰ په کاشان پوهنتون کې د نسل نو مهالنۍ د تحریر هیئت غړی.

علمي آثار

  1. د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د انجنیري او فني علومو علمي- څیړنیزې فصلنامې په پنځمه ګڼه کې د « بررسی مروری مدلسازی ابرخازن‌ها » تر عنوان لاندې مقالې ګډ چاپ؛
  2. د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د انجنیري او فني علومو علمي- څیړنیزې فصلنامې په پنځمه ګڼه کې د « بررسی بخش انرژی‌های تجدیدپذیر افغانستان؛ چالش‌ها و چشم‌اندازها» تر عنوان لاندې مقالې ژباړه او چاپ؛
  3. د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د انجنیري او فني علومو علمي- څیړنیزې فصلنامې په څلورمه ګڼه کې د ” ارزیابی فنی نیروگاه خورشیدی فتوولتائیک روی سقف شیروانی؛ مطالعه موردی دانشگاه خاتم‌النبیین(ص) در شهر کابل » تر عنوان لاندې مقالې ژباړه او چاپ؛
د نړیوالو چارو د مدیریت په اړه

د نړیوالو چارو مدیریت د پوهنتون د عمومي اړیکو او نړیوالو چارو آمریت تر چتر لاندې فعالیت کوي. له بهرنیو بنسټونو سره د اړیکو تآمین او په بهر کې د پوهنتون پیژندنه او د مثبت او ښه انځور وړاندې کول ددې مدیریت له مهمو دندو څخه دي.

  1. په نورو هیوادونو او بهرنیو پوهنتونونو کې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون مثبت انځور وړاندې کول؛
  2. په بیلابیلو هیوادونو کې د علمي او پوهنتوني مرکزونو پیژندنه او له هغوی سره د اړیکو او همکاریو لپاره د زمینې برابرول؛
  3. له هیواده د باندې د پوهنتون په اړه تبلیغات کول؛
  4. د عملي هوکړه لیکونو د تړون لپاره زمینه سازي او د هغوی د ترسره کولو تعقیب؛
  5. له هیواده بهر علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره د اړیکو ټینګولو په موخه د پوهنتون له نورو څانګو سره همکاري؛
  6. له علمي او څیړنیزو سازمانونو او بنسټونو سره د متقابلو نړیوالو همکاریو پراختیا؛
  7. دپوهنتون له فعالیتونو سره د مرتبطو نړیوالو علمي او تخصصي کنفرانسونو مطالعه، پیژندنه او کتنه او د پوهنتون د ګډون لپاره د زمینې برابرول؛
  8. د هیوادونو او نړیوالو علمي سازمانونو او بنسټونو په کچه د لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله زده کړه ییزو فرصتونو پیژندنه او له دې فرصتونو څخه د استفادې لپاره د پوهنتون له مسؤلینو سره همغږي؛
  9. د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې له هیواده بهر د پوهنتون د څانګو د رامنځته کولو کتنه؛
  10. په نړیوالو علمي ټولنو کې د پوهنتون د غړیتوب لپاره پلاګذاري او په یادو ټولنو کې د پوهنتون د حق العضویت ورکولو او فعال ګډون لپاره اړین ګامونه اوچتول؛
  11. د استادانو او زده کړیالانو د مطالعاتي فرصتونو او تحصیلي بورسونو جلب او جذب او له نورو پوهنتونونو او نړیوالو علمي بنسټونو سره د استادانو او څیړونکو د تبادلې په برخه کې همکاري؛
  12. د افغانستان په موضوعاتو کې د فعالو بهرنیو علمي او څیړنیزو مرکزونو پیژندنه، د څیړنیرو پروژو جذب او یا له بهرنیو مراکزو سره په ګډه د پروژو ترسره کول.
Scroll to Top