د پوهنتون د دفتر ریاست

ښاغلی محمد رضا سیرت

زده کړې:

  1. په ۱۳۹۶هـ.ش. کال کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د نړیوالو اړیکو له څانګې د ماسټري سند ترلاسه کول؛
  2. په ۱۳۹۳ هـ.ش. کال کې د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د سوداګریز اقتصاد له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کول؛
  3. په ۱۳۸۶هـ.ش. کال کې د غزني ولایت ناهور ولسوالۍ د سیدجمال الدین لیسې څخه فراغت.

کاري سوابق:

  • له ۱۳۹۵ هـ.ش.څخه تر اوسه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون ریاست د دفتر د مسؤل په توګه؛
  • له ۱۳۹۴ نه تر ۱۳۹۵هـ.ش.پورې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د علمي-تدریسي معاونیت د دفتر د مسؤل په توګه؛
  • په ۱۳۹۸ کال کې د صابر لوړو زده کړو مؤسسې د قراردادي استاد په توګه؛
  • په ۱۳۹۷هـ.ش. کال کې د عروج لوړو زده کړو مؤسسې د قراردادي استاد په توګه؛
  • د ۱۳۹۳ کال پسرلي کې د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو په ټاکنو کې د غزني ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزې نمایندګي د اجرایي ټیم غړی؛
  • له ۱۳۹۲ څخه تر ۱۳۹۳ پورې د خاتم النبیین(ص) په عالي لیسه کې د ښوونکي په توګه تدریس؛
  • په ۱۳۸۹ کې د غزني ولایت ناهور ولسوالۍ د میانقل په لیسه کې د ښوونکي په توګه تدریس.

مهم فعالیتونه:

  1. د ۱۴۰۰ کال په مني کې د افصاح نړیوالو زده کړو په مرکز کې د پښتو ژبې زده کړه ییزې دورې بشپړول او د تصدیق پاڼې ترلاسه کول؛
  2. د ۱۴۰۰ کال په مني کې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د حرفوي زده کړو په مرکز کې د انګلیسي ژبې د زده کړه ییزې دورې بشيړول او د تصدیق پاڼې ترلاسه کول؛
  3. له ۱۳۹۵ څخه تراوسه په کلتوري او ولسي غونډو کې د ویناوال او ویاند په توګه ګډون؛
  4. د تعهد مدني-ټولنیز سازمان د مؤسس پلاوي غړی؛
  5. له ۱۳۹۵ څخه تراوسه د تعهد مدني-ټولنیز سازمان د مدیره پلاوي غړی؛
  6. د ۱۳۹۹ هـ.ش. په ژمي کې دخاتم النبیین (ص) پوهنتون لخوا په جوړ شوي د اداري مکاتباتو ورکشاپ کې ګډون او د تصدیق پاڼې ترلاسه کول؛
  7. په ۱۳۹۷هـ.ش. کال کې د «خلکو غږ» ځانګړې خپرونې د لومړنۍ ګڼې د تحریر پلاوي غړی؛
  8. په(۱۵/۰۹/۱۳۹۶) نیټه د کابل پوهنتنون او تعهد مدني – ټولنیز سازمان لخوا د (حضرت محمد(ص) د رحمت او وروري پیغام راوړونکی) تر نامه لاندې سمینار کې د راپور ورکوونکي په توګه ګډون؛
  9. په (۰۸/۰۹/۱۳۹۵) نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون لخوا جوړشوي د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا مناسبه ستراتیژي علمي سمینار کې د راپور ورکوونکي په توګه ګډون؛
  10. په (۲۷/۰۸/۱۳۹۵) نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون لخوا جوړشوي « له اسلامي نظره د اعتدال بحث» علمي سمینار کې د راپور ورکوونکي په توګه ګډون؛
  11. په (۱۵/۰۷/۱۳۹۵) نیټه د خاتم النبیین(ص) پوهنتون لخوا جوړشوي « د پارلماني ټاکنو واحده څوکۍ کیدنې » علمي سمینار کې د راپور ورکوونکي په توګه ګډون؛
  12. په ۱۳۹۵ هـ،ش.کال کې د «راه اعتماد» اونیزې د تحریر هیأت غړی؛
  13. له ۱۳۹۵ هـ.ش. څخه تر ۱۳۹۹ پورې د داخلي او بهرنیو بنسټونو له مسؤلینو سره د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د رهبري هیأت په ناستو کې ګډون؛
  14. له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ پورې د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د ډیری ناستو او محفلونو د راپور چمتو کول؛
  15. په ۱۳۹۴ کال کې د USAID د «اکسیل» برنامې د زده کړه ییزې دورې بشپړول او د تصدیق پاڼې ترلاسه کول؛
  16. په ۱۳۹۳ کال کې د کامل ښوونیز انسټیټوټ لخوا «د پوهې او حرفې وده» زده کړه ییز ورکشاپ کې ګډون او د تصدیق پانې ترلاسه کول؛

ستاینلیکونه:

  1. په ۱۲/۰۱/۱۴۰۰ نيټه د فرزانګان لیسې له ادارې سره د همکارۍ په پار له یادې لیسې څخه د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  2. په ۱۱/۰۷/۱۳۹۹ نیټه په سپارل شویو چارو کې د رغنده هڅو په پار د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د ریاست لخوا د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  3. په۱۳۹۷ کال کې د معلم ورځې د لمانځنې په مناسبت د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د ریاست لخوا د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  4. په۱۳۹۷ کال کې دمحصل نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت د خاتم النبیین(ص) پوهنتون د ریاست لخوا د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  5. په ۰۲/۱۱/۱۳۹۷ نیټه د چارو د ښې اجرا او هیواد ته د ښه خدمت له امله د افغانستان اسلامي جمهوريت ملي شوری د لومړي نائب څخه د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  6. په ۱۸/۱۰/۱۳۹۷ نیټه د چارو د ښې اجرا او هیواد ته د ښه خدمت له امله د افغانستان اسلامي جمهوريت ملي شوری د نړیوالو اړیکو کمیسیون له رئیس څخه د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  7. د ۱۳۹۷ کال په ژمي کې د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو په پروګرامونو کې د فعالې ونډې اخیستنې له امله د جرغي برجګي نمایندګي د ګډ دفتر لخوا مننلیک ترلاسه کول؛
  8. د ۱۳۹۷ کال په ژمي کې د ویاندویي او بیان فن ښوونیزې دورې د کامیاب پای ته رسولو له امله د خدمتګزاران کابل او حازم ښوونیز بنسټ له لوري د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  9. په ۱۳۹۳ کال کې له اقتصاد پوهنځي څخه د فراغت په مناسبت د جرغي برجګي همغږي شورا له لوري د ستاینلیک ترلاسه کول؛
  10. په ۱۳۹۲ کال کې په سپارل شویو چارو کې د رغنده هڅو په پار د خاتم النبیین(ص) لیسې څخه ستاینلیک ترلاسه کول.
دندې او واکونه:
  1. د پوهنتون د دفتر ریاست د عملیاتي پلان جوړول او پلي کول؛
  2. د پوهنتون ریاست د ناستو مهالویش چمتو کول؛
  3. د پوهنتون د رئیس د اوونیزې برنامې چمتو کول او تنظیم؛
  4. له مهالویش سره سم د پوهنتون د رئیس د ناستو پر لاره اچول؛
  5. د پوهنتون ریاست د ناستو د مصوبو ابلاغیې چمتو کول؛
  6. د پوهنتون د رئیس د میاشتنیو کړنو راپور چمتو کول؛
  7. د پوهنتون د رئیس د ربعوار او کلني راپور چمتو کول؛
  8. د پوهنتون د معاونیتونو او د ریاست اړوند څانګو د دری میاشتنیو او کلنیو راپورونو راټولول؛
  9. په ورځني ډول د پوهنتون ریاست د برښنالیک کتنه؛
  10. د پوهنتون ریاست مقام له لارښوونې سره سم د نورو چارو اجرا.
Scroll to Top