د اعلان نمبر:25 | د دندی ساحه: د سیاسی علومو پوهنځی |
د اعلان تاریخ:99/8/21 | د قرارداد ډول: یو کلنه او د تمدید وړ |
د اعلان د ختم اعلان: 99/9/5 | د دندی وخت: پوره وخت( د سهار ۸ نه تر۴ د ما سپښین پوری) |
د کاندیدانو شمیر:۱ | د دندی ډول: اداره |
د سواد کچه: حداقل لیسانس، دکمپیوتر په پروګرامونو لکه ورډ او اکسل کی وړتیا | د معاش مقدار: د پوهنتون د لایحی مطابق |
تحصیلی ساحه: انسانی علوم | کاری تجربه: یوکال لپاره دلیسانس په کچه فارِغینو ته |
د دندو لایحه:
د دندی عنوان: دسیاسی علومو د پوهنځی تدریسی مدیر
کاری ناحیه: د سیاسی علومو پوهنځی ناحیه
راپور ورکول: د پوهنځی ریاست ته
د دندو وضاحت :
1-ټول وخت د سیاسی علومو په پوهنځی کی حضور
۲- مراجعینو ته ځواب ورکول
۳- د پوهنځی ریس او د پوهنځی دعلمی هیت غړو ته ځواب ورکول
۴- د محصیلنو د واحد انتخاب کول او مونوگراف او د محصیل مربوط کارونه
5- د سمستر په منځنی او آخری امتحان کی د ناظر په ډول ګډون کول
۶- د محصیلنو مشکلاتو ته لاسرسی او د پوهنځی ریاست ته دهغوی خبر ورکول
۷- د کیفیت د تضمین له اداری سره مرسته کول
8- د امتحاناتو له کمیتی سره مرسته کول
9- د استادانو هماهنگ کول له صنفونو او پروگرامونو سره
10- د پوهنځی ادارای دندو ته لاسرسی
د دندی ضرورتونه:
تحصلات، تجربی، او لازم مهارتونه:
1.دتحصیل درجه: دانسانی علومو رشته کی لیسانس
2.لازمی تجربی: حداقل یوکال اداری دنده: له لیسانس نه پورته تحصیلی کچی لرونکی ته د کاری تجربی شتون ته ضرورت نشته
۳. نور مهارتونه: ( په اوږدو او لنډو پروګرامونو مرور کول ) د افیس له ټولو پروګرامونو او دکتاب د صادرولو او واردولو سره بلد تیا.
د نوم ثبت کولو کړنلاره د ګمار لولپاره :
د شرایطو لرونکو اشخاصو ګمارل د نوم ثبت کولو فرم د پوهنتون د ویب سایت له لاری Www.knu.edu.af لاسته راوړی او د ضرورت وړ اسناد( د تذکری کاپی، د وزارت تحصیلات عالی پواسطه تایید شوی اسناد په ج.۱.۱ ، د کاری تجربی اسناد) یو ځای ،هر ورځ د سهار له ۸ نه د ماسپښین تر ۴ بجو پوری د بشری منابع مدیریت دخاتم النبین پوهنتون چی د دارلامان په سړک د حبیبی لیسی څنګ ته موقعیت لری د اعلان د تاریخ له ختمیدونه مخکی تسلیم کړی. همدارنګه کولای شی د ضرورت وړمکمل اسناد او سافت یی د [email protected] ایمیل ادرس له لاری واستوی.
یادونه: هغه څوک چی اسناد یی مکمل نه وی امتحان ته نه غوښتل کیږی.