د بست عنوان: د سیاسی علومو د پوهنځی تدریسی مدیر

 

د اعلان نمبر:25 د دندی ساحه: د سیاسی علومو پوهنځی
د اعلان تاریخ:99/8/21 د قرارداد ډول: یو کلنه او د تمدید وړ
د اعلان د ختم اعلان: 99/9/5 د دندی وخت: پوره وخت( د سهار ۸ نه تر۴ د ما سپښین پوری)
د کاندیدانو شمیر:۱ د دندی ډول: اداره
د سواد کچه: حداقل لیسانس، دکمپیوتر په پروګرامونو لکه ورډ او اکسل کی وړتیا د معاش مقدار: د پوهنتون د لایحی مطابق
تحصیلی ساحه: انسانی علوم کاری تجربه: یوکال لپاره  دلیسانس په کچه فارِغینو ته

 

د دندو لایحه:

د دندی عنوان: دسیاسی علومو د پوهنځی تدریسی مدیر

کاری ناحیه: د سیاسی علومو پوهنځی ناحیه

راپور ورکول: د پوهنځی ریاست ته

 

د دندو وضاحت :

1-ټول وخت د سیاسی علومو په پوهنځی کی حضور

۲- مراجعینو ته ځواب ورکول

۳- د پوهنځی ریس او د پوهنځی دعلمی هیت غړو ته ځواب ورکول

۴- د محصیلنو د واحد انتخاب کول او مونوگراف او د محصیل مربوط کارونه

5- د سمستر په منځنی او آخری امتحان کی د ناظر په ډول ګډون کول

۶- د محصیلنو مشکلاتو ته لاسرسی او د پوهنځی ریاست ته دهغوی خبر ورکول

۷- د کیفیت د تضمین له اداری سره مرسته کول

8- د امتحاناتو له کمیتی سره مرسته کول

9- د استادانو هماهنگ کول له صنفونو او پروگرامونو سره

10- د پوهنځی ادارای دندو ته لاسرسی

د دندی ضرورتونه:

تحصلات، تجربی، او لازم مهارتونه:

1.دتحصیل درجه: دانسانی علومو رشته کی لیسانس

2.لازمی تجربی: حداقل یوکال اداری دنده: له لیسانس نه پورته تحصیلی کچی لرونکی ته د کاری تجربی شتون ته ضرورت نشته

۳. نور مهارتونه: ( په اوږدو  او لنډو پروګرامونو مرور کول ) د افیس له ټولو پروګرامونو او دکتاب د صادرولو او واردولو سره بلد تیا.

د نوم ثبت کولو کړنلاره د ګمار لولپاره :

د شرایطو لرونکو اشخاصو ګمارل د نوم ثبت کولو فرم د پوهنتون د ویب سایت له لاری Www.knu.edu.af لاسته راوړی او د ضرورت وړ اسناد( د تذکری کاپی، د وزارت تحصیلات عالی پواسطه تایید شوی اسناد په ج.۱.۱ ، د کاری تجربی اسناد) یو ځای ،هر ورځ د سهار له ۸ نه د ماسپښین تر ۴ بجو پوری د بشری منابع مدیریت دخاتم النبین پوهنتون چی د دارلامان په سړک د حبیبی لیسی څنګ ته موقعیت لری د اعلان د تاریخ له ختمیدونه مخکی تسلیم کړی. همدارنګه کولای شی د ضرورت وړمکمل اسناد او سافت یی د [email protected] ایمیل ادرس له لاری واستوی.

یادونه: هغه څوک چی اسناد یی مکمل نه وی امتحان ته نه غوښتل کیږی.

 

 

 

 

 

Add a comment

*Please complete all fields correctly

دانشگاه خاتم النبین(ص)